Home » سیمه او نړی » که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي

که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي

د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې.

شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه راز په امريکا کې د (The Voice) په نوم د سندرو ويلو يوې شو له لارې چې نوموړې په کې د څارونکې مسووليت درلود ترلاسه کړي.

هغې پرون جمعه ويلي، چې د يادو پيسو د ترلاسه کولو پرمهال نوموړې د هسپانيې اوسېدونکې نه وه او په خبره يې له ۲۰۱۵ زېږديز کال وروسته چې په هسپانيه کې مېشته شوې، تر دې مهال يې د هرې پيسې ماليه ورکړې ده.

که څه هم دا مسئله د هسپانيې په بارسلونا کې محکمې ته د شاکيرا په خوښه وړاندې شوې؛ خو تر اوسه يې د قضيې اورېدنې نېټه نه ده په ډاګه شوې.

ځينو مدافع وکيلانو ويلی، که پر شاکيرا له ماليې څخه د تېښتې تورونه ثابت شي، نو د محکمې له لوري پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي.

وکيلانو دا هم ويلی، چې د بند ترڅنګ به نوموړې ۲۴ ميليون يورو د هسپانيې دولت ته د جريمې په توګه هم ورکوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...