د امریکا بهرنیو چارو وزارت په بیروت کې د شوې لویې چاودنې په اړه د شفافو او باوري پلټنو غوښتنه وکړه.
د بیروت په ښار کې یوه لویه چاودنه وشوه چې شاوخوا ۶۵۰۰ وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
چارواکي وايي دا د چاودېدونکو توکو یوه زیرمه وه چې له ۲۰۱۳ راپدېخوا په بندر کې ساتل شوې وه او خوندي نه وه.
د دغې چاودنې له کبله کې شاوخوا ۳۰۰زره خلک بې کوره شوي دي. ۳۰تنه نور لا هم تري تم دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډیویډ هېل وویل چې د اف بي آی اجنټان به ژر لبنان ته ورسي او معلومه به کړي چې دا چاودنه څنګه شوې ده.
ډیویډ هېل لبنان ته تللی وو د بندر له لیدو وروسته وویل چې د لبنان او هر بل مستقل هېواد خلک غواړي چې خپل سرحدونه او بندرونه وساتي.
راپورونه وایې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د چاودنې ځای ته ورغلی و او ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو لګولو په ځای له لبنان سره مرسته وکړي.