Home » سیمه او نړی » هند کې د پاڼ ښويېدنې له امله ۲۶ تنه مړه شوي

هند کې د پاڼ ښويېدنې له امله ۲۶ تنه مړه شوي

فرانس پرېس اژانس راپور ورکړی چې د هند په مني‌پور ايالت کې د اورګاډي يوې پروژې د ساتونکو پر کمپ د خاورو پاڼ ښويېدلی او په ترڅ کې يې ټول‌ټال ۲۶ کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې، پاڼ د هند د پوځ اړوند د هغې نظامي قطعې پر سرتېرو راپرېوتی، چې د عامه پروژو د تطبيق امنيت ساتي. په دې پېښه کې ټول‌ټال ۳۷ کسان له خاورو لاندې شوي چې ډېر يې د پوځ سرتېري دي.

فرانس پرېس اژانس په راپور کې زياته کړې، چې ياد پاڼ د زياتو بارانونو له امله ښويېدلی او په ترڅ کې يې له خاورو د لاندې شوو کسانو ژوندي پاتې کېدل سخت دي.

ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او لا هم پر دې بوختې دي، چې له خاورو لاندې شوي کسان را وباسي.

خو په عين وخت کې د مني‌پور اعلا وزير بيرن سنګهـ ويلي، چې سيمې ته لېږل شوې مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخ دي او د خرابې هوا او بارانونو له امله پر وخت عمل نه شي کولی.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، تر دې مهال له خاورو ۱۸ کسان ژوندي را ويستل شوي؛ خو ۱۲ سرتېري او ۲۶ ملکيان لا هم تر خاورو لاندې او بې درکه دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...