Home » اقتصادی » امريکا له اوکراين سره د ۱.۲ مېليارد امنيتي او بشري مرستې اعلان وکړ

امريکا له اوکراين سره د ۱.۲ مېليارد امنيتي او بشري مرستې اعلان وکړ

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، چې د روسيې د نظامي بريد پر خلاف به تل د اوکراين په څنګ کې درېږي او پر وړاندې به يې له اوکراين سره هر راز بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي نن پنج‌شنبه د (غبرګولي په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې نن يې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره پر ټليفون خبرې کړې او له اوکراين سره د امريکا له لوري شوو ژمنو ته د پابند پاتې کېدو په تړاو يې ډاډ ورکړی دی.

بايډن زياته کړې، چې له اوکراين سره پر خپلو تعهداتو د درېدو ترڅنګ، امريکا غواړي دې هېواد ته تازه د ۱.۲ مېليارد ډالرو په ارزښت امنيتي او بشري مرستې هم ورکړي.

له دې وړاندې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي په وار وار له امريکا او د هغې له اروپايي متحدانو غوښتي وو، چې د روسيې پر وړاندې په جګړې کې يې يوازې پرې‌نږدي.

نوموړي ټينګار کړی و چې پر اوکراين د روسيې د بريد په شا تمبولو لپاره، د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري نورو اضافي مرستو ته اړتيا ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...