Home » اقتصادی » بايډن راتلونکې مياشت منځني ختيځ او سعودي عربستان ته سفر کوي

بايډن راتلونکې مياشت منځني ختيځ او سعودي عربستان ته سفر کوي

سپينې ماڼۍ پرون سې‌شنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ټاکل شوې په راتلونکې جولای مياشت کې ولسمشر جوبايډ منځني ختيځ ته خپل رسمي سفر پيل کړي او د دې سفر په ترڅ کې به سعودي عربستان ته هم لاړ شي.

د اعلاميې له مخې د نوموړي دا سفر به د جولای په ۱۳مه پيل او تر ۱۶مې به دوام وکړي. سپينې ماڼۍ زياته کړې چې ولسمشر بايډن به خپل دغه سفر له اسرائيلو پيل کړي او له هغې وروسته به سعودي عربستان ته لاړ شي.

د نوموړي د سفر په اړه په خپرو شوو راپورو کې ويل شوي، چې بايډن به د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره په ليدنه کې د نفتو پورته شوو بيو پر کنټرول وغږېږي او نوموړی به وهڅوي، چې د نفتو توليدوونکو هېوادونو اتحاديه د بيو د کنټرول په موخه زيات توليد وکړي.

ولسمشر بايډن له محمد بن سلمان سره د نفتو د بيو پر کنټرول په موخه داسې مهال خبرې کول غواړي، چې نوموړي لنډه موده وړاندې په ترکيې کې د واشنګټن پوسټ خبريال جمال خاشقجي قضيې د څېړولو خبر ورکړ.

امريکا له دې وړاندې ويلي وو چې د خاشقجي په وژلو کې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان لاس لري او په خپله يې د نوموړي د وژلو امر يې ورکړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...