وروسته له هغې چې د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پلويان د يوه اعتراضيه حرکت په ترڅ کې اسلاماباد ته ورسېدل، ورسره سم په دې ښار کې د ټولو دولتي ادارو او مهمو ځايونو مسووليت د پاکستان پوځ ته سپارل شوی دی.
د راپورونو له مخې، اسلاماباد ته په رسېدو سره د عمران خان پلويانو په تاوتريخوالي لاس پورې کړی او د اسلاماباد (ريډ زون) ته په نږدې کېدو سره يې له امنيتي ځواکونو سره اخ ډب هم شوی دی.
دې وضعيت ته پام د اسلاماباد مهمو ځايونو او دولتي ودانيو مسووليت پوځ سپارل شوی او په دې توګه د پلازمېنې اسلامباد په ځينو سيمو کې بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.
د عمران خان کاروان چې له خيبر پښتونخوا د نوموړي په مشرۍ روان شوی و، تېره ورځ د اسلاماباد ډي چوک ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د نوموړي په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پلويان په دې چوک کې پرلت ووهي.
که څه هم په لاريون کې د تاوتريځوالي د رامنځته کېدو ډېر راپورونه ورکړل، خو د چا د وژل کېدو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويل شوي.