د امريکا په تکزاس ايالت کې يوه کس چې وسله يې په لاس کې وه، د ماشومانو ښوونځي ته ننوتی او پر زدهکوونکو يې ډزې کې دي.
چارواکو ويلي، پېښه پرون سېشنبه هغه وخت رامنځته چې ياد کس د ښوونځي وړکتون ته ور ننووت او پر ماشومانو يې ډزې پيل کړې. پوليسو ويلي، چې په دې پېښه کې ۱۹ ماشومان او ۳ تنه د لوړ عمر لرونکي کسان وژل شوي دي.
د ټکزاس پوليسو زياته کړې، سيمې ته د امنيتي ځواکونو له رسېدو سره سم بريدګر ځای پر ځای د پوليسو په ډزو کې وژل شوی دی. امنيتي مسوولانو ويلي، چې د يادې پېښې د انګېزې په تړاو لا هم د اړوند ارګانونو له لوري څېړنې روانې دي.
دوی که څه هم د بريدګر هويت په اړه بشپر مالومات نه دي خپاره کړي؛ خو ويلي يې دي چې نوموړی ۱۸ کلن دی او پخپله د ټکزاس ايالت اوسېدونکی دی.
ولسمشر جوبايډن دا بريد غميزه بللې او امر يې کړی، چې د مريکا بيرغ دې د يادې غميزې له امله د درېيو ورځو لپاره نيمه ځوړند وي.
په دې وروسيتو کې په امريکا کې پر نايټ کلبونو، ښوونځيو او نورو عامه ځايونو ورته وسلهوال بريدونه زيات شوي دي؛ خو د امريکا حکومت تل دغه ډول بريدونه ترهګريز نه بلکې جنايي بللي دي.