Home » سیمه او نړی » عمران خان: نن به له خپلو پلويانو سره د اسلام‌اباد زړه ته رسېږم

عمران خان: نن به له خپلو پلويانو سره د اسلام‌اباد زړه ته رسېږم

د پاکستان مخکينی لومړی وزير عمران خان وايي، اسلام‌اباد ته د حکومت خلاف د اعتراضيه حرکت پيلولو لپاره ټول چمتووالی نيول شوی او نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۳مه) به د اسلام‌اباد پر لور حرکت کوي.

نوموړي پرون سې‌شنبه ناوخته په پېښور کې خبريالانو ته ويلي، چې نن چهارشنبه به د اسلام‌اباد ډي چوک ته له خپلو پلويانو سره يو ځای ځان رسوي. ډي چوک د پاکستان پارلمان له مخې تېر شوی سړک دی، کوم چې عمران خان د نواز شريف د حکومت خلاف په کې د درېيو مياشتو لپاره پرلت وهلی و.

عمران خان پر خپلو پلويانو غږ کړی چې په ټول هېواد کې را ووځي او د شهباز شريف په مشرۍ د اوسني حکومت خلاف اسلام‌اباد ته حرکت وکړي. خان زياته کړې چې نوموړی به له پېښور څخه د لاريون مشري کوي او د اسلام‌اباد په سرينګر لويه لار کې به له خپلو پلويانو سره ګوري.

خو د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله ويلي، چې په هېڅ صورت به د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند لاريون ته اجازه ورنه کړي.

نن چهارشنبه د اسلام‌اباد په شمول د پاکستان په ګڼو ښارونو کې اضافي امنيتي سرتېري ځای پر ځای شوي او څو ځايه يې د عمران خان د لاريون مخنيوي لپاره لارې هم بندې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...