Home » اقتصادی » روسيه؛ فنلنډ ته د ګازو صادرول بندوي

روسيه؛ فنلنډ ته د ګازو صادرول بندوي

وروسته له هغې چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب بحث خورا ګرم شوی، ورسره سم د روسيې ګازپروم شرکت اعلان کړی چې فنلنډ ته د ګازو صادرول بندوي.

د دې شرکت اجرائيه رئيس مايکا ويليانين پرون رسنيو ته ويلي، چې دغه کار به سره له نن شنبې د (غويي په ۳۱مه) وشي او دا ګام له دې کبله پورته کېږي، چې فنلنډ د ګازو د پيرلو په بدل کې پيسې په روسي روبل نه ورکوي.

فنلنډ که څه هم د نورو اروپايي هېوادونو په څېر له روسيې ګاز پيري؛ خو د روسيې له لوري فنلنډ ته د ګازو صادرات د اروپا نورو هېوادونو په پرتله په ټيټه اندازه دی.

دا مهال فنلنډ د خپلې اړتيا وړ يوازې ۵ سنله ګاز له روسيې پيري. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين موده وړاندې په ناټو کې د فنلنډ غړيتوب په تړاو دې هېواد ته خبرداری ورکړی، چې دغه کار به ورته ګران پرېوځي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...