Home » سیمه او نړی » پاکستان د ټي‌ټي‌پي دوه مهم غړي خوشي کړي

پاکستان د ټي‌ټي‌پي دوه مهم غړي خوشي کړي

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه مهم غړي له زندان ازاد کړي دي.

دې سرچينو زياته کړې، دامهال په افغانستان کې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات دوام لري او د همدې مذاکراتو په ترڅ کې د مسليم خان او محمود خان په نوم د يادې ډلې دوه مهم غړي ازاد شوي دي.

د تحريک طالبان پاکستان ډلې دا مهم غړي وروسته له هغې له زندان ازاد شوي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي يې د بند سزا لغوه کړه.

د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې له مذاکراتو باخبره سرچينو ويلي، چې د يادو مذاکراتو کوربه‌توب د افغانستان طالبان کوي. له دې سره دا هم ويل شوي چې د پاکستان د امنيتي ادارو يو پلاوی په کابل کې دی او له ټي‌ټي‌پي ډلې سره پر مذاکراتو بوخت دی.

دوې ورځې وړاندې له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مسيدو جرګې غړي هم پکتيکا ته راغلي وو او په دې ولايت کې يې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره ليدلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...