د نړۍ په کچه بډای کس اېلون ماسک وروسته له هغې په سملاسي توګه د ټوېټر شرکت له اخيستو لاس په سر شوی، چې په کې يې د ډېرو جعلي حسابونو د موجوديت په اړه د مالومات ترلاسه کولو هڅې پيل کړې.
نوموړي له همدې کبله په خپل ټوېټر اکاونټ کې د اوس لپاره د ټوېټر شرکت د پېرلو پرېکړې د ځنډولو خبر ورکړی او له دې سره يې د جعلي حسابونو د پاکولو يادونه هم کړې ده.
که څه هم د ټوېټر شرکت مسوولانو د ۴۴ مېليارد ډالرو په ارزښت د نوموړي شرکت د پېرلو په اړه د اېلون ماسک وړانديز ته مثبت ځواب ورکړی و؛ خو اوس شنونکو ويلي چې ښايي نوموړی د ټوېټر شرکت د بيې په اړه بيا له سره بحث پيل کړي.
شنونکو ويلي، دا احتمال هم شته چې ښايي اېلون ماسک د ټوېټر د پېرلو له معاملې چور تېر شي. بل پلو ټوېټر بيا د جعلي حسابونو موجوديت منلی دی.
دې شرکت ويلي چې د جعلي حسابونو شمېر ښايي له هغو شمېرو زيات وي، چې د اټکل له مخې په ډاګه شوي دي.