د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې په ورځنۍ توګه پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې د ۰.۶ سلنې په اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
دې بانک په يوه تازه بيان کې ويلي، چې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازار کې يو ډالر د ۱۸۸.۶۶ کلدارو په مقابل کې تبادله کېږي.
د پاکستان مرکزي بانک ويلي، چې د کلدارې پر وړاندې د ډالر ارزښت د ورځ تر بلې لوړېدو لامل د وارداتو په ټوليزه کچه کې زياتوالی دی، چې دې کار د سوداګرۍ پر بېلانس اغېزی کړی.
د نوموړي بانک د مالوماتو له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ کسر له تېر اپرېل څخه تر راتلونکې جولای پورې ۳۹ مېليارد ډالر اټکل شوی.
بلخوا د پيسو نړيوال صندوق په روان مالي کال کې پاکستان ته د ۷.۲۵ ټريليون کلدارو په اندازه د ماليو راټولولو هدف ورکړی دی، چې دا هدف د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي او اړتيا ده چې د وضعه شوو مالياتو اندازه له اوسنۍ هغې نور هم پورته شي.
شنونکو ويلي، چې دا کار پاکستان له پراخ انفلاسيون سره مخ کولی شي او خلک اړ کېږي چې د بيو پورته کېدو په ترڅ کې د حکومت خلاف راپورته شي.