د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې په وروستيو دوو اونيو کې د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت په مراتبو ټيټ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د تېر مارچ له ۱۱مې راهيسې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې په بېسارې توګه لوېدلې او په دې ترڅ کې د تېرې جمعې په ورځ، يو ډالر د ۱۸۴ کلدارو په مقابل کې تبادله شو.
د پاکستان مرکزي بانک د مالوماتو له مخې، په ۱۴ کاري ورځو کې کلدارو د ډالر پر وړاندې ۳.۱۲ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی. له دې وړاندې د مارچ په ۱۱مه يو ډالر د ۱۷۸ کلدارو په مقابل کې تبادله کېده؛ خو دا مهال د ۲.۱۲ سلنه ارزښت په له لاسه ورکولو سره، يو ډالر ۱۸۴ کلدارو په مقابل کې تبادله کېږي.
د ډالر پر وړاندې د پاکستاني کلدارو د ارزښت له ټيټېدو سره، د پاکستان اقتصادي شنونکي په دې هېواد کې د انفلاسيون کچې د لا لوړېدو په اړه اندېښمن دي.
دغلته د موجوده انفلاسيون له امله، د لومړنيو توکو بيې هم په مراتبو لوړې شوي او له همدې کبله خلک او په ځانګړې توګه د پاکستان سياسي ګوندونه پر حکومت نيوکه کوي، چې ګواکې پاکستان يې له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.