د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې د اوکراين جګړې په اړه په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د يادې جګړې له پيل څخه د روانې مارچ تر ۱۸مې په پراخه پيمانه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه سازمان د راپور له مخې، پر اوکراين د روسيې د بريد له پيل څخه تر دې مهاله ۸۴۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۹۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
په راپور کې ويل شوي چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله تر ډېره د چاودېدونکو توکو لکه د توپوتو او توغنديو د وېشتلو او دغه راز د هوايي بريدونو له امله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي، د مرګ ژوبلې په اړه دغه ارزونه د کلي مالوماتو پر بنسټ شوې او زياتوي چې لا هم د مالوماتو موندلو په موخه اړوند ډلې نه دي توانېدلي، چې د اوکراين له جګړې ځپلو ښارونو څخه مالومات ترلاسه کړي.