Home » سیمه او نړی » ژانګ یوهاون ۲۷ کاله زندان کې له تېرولو وروسته بېګناه ثابت شو
رویداد خبري آژانس

ژانګ یوهاون ۲۷ کاله زندان کې له تېرولو وروسته بېګناه ثابت شو

د چین په ختیځ کې یوې محکمې هغه کس چې د وژنې په تور یې ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړي وو، بېګناه بللی او خوشی کړی يې دی.‌ ژانګ یوهاون په دې ټوله موده کې ټینګار کاوه چې پولیسو په زور پر وژنه اعتراف ته اړ ایستلی و.‌ نوموړی په ۱۹۹۳ کال کې د دوو هلکانو د وژنې په تور زنداني شوی و.‌

دی اوس د چین په تاریخ کې تر ټولو د اوږدې مودې لپاره بېګناه زندانی بلل شوی دی، ځکه چې د جیانکسي ایالت په زندان کې یې ټولټال ۹۷۷۸ ورځې بند تېر کړی دی.‌

هغه پلټونکي‌ چې د ده قضیه یې له سره پرانیستې وه وایي، د ده په اعتراف کې متضادې خبرې وې او د جرم اصلي صحنې سره یې ورته والی نه درلود.‌

په پای کې عالي محکمې پرېکړه وکړه چې په بند کې د ساتلو لپاره یې کافي شواهد نشته،‌ او له دې پرېکړې سره ښاغلی یوهاون ازاد شو.

شنونکي وایي،‌ چینایي چارواکو په دې وروستیو کې د جبري اعترافونو قضیو کې نرمي ښودلې، خو دا چلن یوازې د جنایي جرمونو قضیو کې کېږي، او سیاسي‌ بندیان لا هم له زور زیاتي‌ سره مخ دي.‌

پر چینایي رسنیو هغه ویډیو خپره شوې چې ژانګ یوهاون له خلاصېدو وروسته له خپلې ۸۳ کنلې مور او پخوانۍ مېرمنې سره په احساساتي‌ ډول یو ځای کېږي.‌

پخوانۍ مېرمن یې له ده دوه زامن هم لري،‌ خو ۱۱ کاله مخکې یې طلاق واخیست او بل مېړه یې وکړ، خو بیا یې هم د محکمې په منډو ترړو کې د ښاغلي‌ یوهاون سره مرسته کوله.

محکمې ښاغلي یوهاون ته ویلي، د دې حق لري چې په ناسمه توګه د زنداني‌ کېدو په بدل کې تاوان وغواړي.‌

د نوموړي‌ وکیل وایي،‌ له خپل موکل سره له مشورې وروسته به د تاوان کچه وټاکي،‌ خو وایي‌ هغو کسانو سره هم باید حساب وشي چې ژانګ یوهاون یې په ناسمه توګه زنداني کړی و.‌

اصله قضیه څه وه؟

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

ژانګ یوهاون لومړی په اعدام محکوم شوی و، خو وروسته یې سزا په عمري بند بدله شوه

د ژانګ یوهاون بده ورځ هله پیل شوه چې په ۱۹۹۳ کال کې په جیانکسي ایالت کې د دوو هلکانو مړي په یوه کلي‌ کې وموندل شول.‌

ژانګ یوهاون د دې هلکانو ګاونډی و او هغه مهال په پېښه کې لومړی درجه مشکوک کس وبلل شو.‌

په ۱۹۹۵ کال کې یوې محکمې دی په دې وژنو پړ وباله او په اعدام یې محکوم کړ.‌

خو په زندان کې له دوه کاله تېرولو وروسته د ده د اعدام سزا په عمري بند بدله شوه.‌

ژانګ یوهاون وایي، پولیسو د پلټنو پر وخت شکنجه کړی و او په زور یې اعتراف کولو ته اړ ایستلی و.‌

په راتلونکو کلونو کې د قضیې بیا کتنې لپاره د ده ټولې هڅې ناکامې شوې او دی په بند کې پاتې شو.

خو د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې عالي‌ محکمې د قضیې بېرته پرانیستلو امر وکړ،‌ او په تېره جولای میاشت کې څارنوالانو وویل چې د ده پر ضد شواهد کم دي‌ او باید خوشی شي.‌

د هغو دوو هلکانو اصل وژونکی تر اوسه نه دی مالوم شوی.‌

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...