Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: بهر ته د تللو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ مېليونه کسانو واوښت

ملګري ملتونه: بهر ته د تللو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ مېليونه کسانو واوښت

ملګرو ملتونو نن سې‌شنبه د (کب په ۱۷مه) اعلان کړی چې پر اوکراين د روسيې بريد له امله، نورو هېوادونو ته د ورتلونکو اوکرايني کډوالو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فيليپو ګراندي نن د ناروې په پلازمېنه اسلو کې خبريالانو ته ويلي، دا مهال اروپايي او ځينيو نورو هېوادونو ته د ورغلو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ ميليونه کسانو اوښتی دی.

نوموړي ويلي چې په اوکراين کې د جګړې تداوم له امله ښايي د کډوالۍ بهير ونه درول شي او په خبره يې داسې اټکل کېږي چې د اوکرايني کډوالو شمېر له دې هم پورته شي.

ګراندي دغه راز اندېښنه وښوده، چې د اوکراين په يو شمېر هغه سيمو کې چې دا مهال د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ په کې جګړه روانه ده، ميليونونه نور کسان هم له يوه سخت حالت سره مخ دي او په ورځنۍ توګه د جګړې قرباني ورکوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...