اوکرايني چارواکو خبر ورکړی، چې له روسيې سره د جګړې ختمولو په موخه يې د خپلو هڅو په لړ کې له ځينو هېوادونو سره د منځګړيتوب کولو په موخه خبرې پيل کړي دي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې امنيه جبار له الجزېرې ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، دا خبرې په دې موخه پيل شوي چې ياد هېوادونه د اوکراين او روسيې ترمنځ منځګړيتوب ته قانع شي، څو د نوموړې په خبره هر څومره ژر چې کېږي، بايد د جګړې مخنيوی وشي.
امنيه جبار که څه هم هغه هېوادونه چې په دې اړه يې خبرې ورسره پيل کړي نه دي په ګوته کړي؛ خو ويلي يې دي چې مځنګړيتوب لپاره په انتخاب شوو هېوادونو کې يو هم چين دی.
له دې وړاندې سعودي عربستان، ترکيې او اسرائيلو هم د اوکراين او روسيې ترمنځ د منځګړيتوب وړانديز کړی؛ خو امنيه جبار وايي چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې او د يادو هېوادونو وړانديزونه هم تر غور لاندې دي.