وروسته له هغې چې روسيې پرون شنبه د (کب په ۱۴مه) د اوکراين په ماريوپول او ولنووا دوو ښارونو کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو او له دې سيمو څخه د خلکو ايستلو په موخه اوربند اعلان کړ، له نافذېدو لږ وروسته يې اوکراين د روسي ځواکونو له لوري د نقض ادعا وکړه.
د اوکراين د لومړي وزير مرستيالې اريانه وريشجک پرون ناوخت په يوه بيان کې ويلي، روسي ځواکونه د سره صليب په منځګړيتوب د اوربند په اړه له ترلاسه شوې هوکړې سرغړونه کوي.
نوموړې زياته کړې چې يادو ځواکونو په ولنووا کې هوايي بريدونه جاري ساتلي او له همدې کبله ماشومان، ميرمنې او د ډېر عمر لرونکي کسان په اسانۍ سره له دې سيمې نه شي وتلی.
له دې سره د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف بيا اوکراين تورن کړی چې ځواکونه يې روسي سرتېرو ته اجازه نه ورکوي، څو په هغو سيمو کې له خلکو سره مرستې وکړي چې اوربند په کې اعلان شوی دی.
نوموړي دا هم ويلي چې اوکرايني ځواکونه په سيمه کې دي او خلک نه پرېږدې چې له اوربند په ګټنې سره له سيمې څخه کډې وکړي.