Home » سیمه او نړی » روسيې د ملکي خلکو تخليې لپاره د اوکراين په دوو ښارونو کې اوربند اعلان کړ

روسيې د ملکي خلکو تخليې لپاره د اوکراين په دوو ښارونو کې اوربند اعلان کړ

روسي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د اوکراين په سوېل ختيځ مارېوپول او ختيځ لونووخا ښارونو کې جګړه درولې او اوربند يې اعلان کړی دی.

د رسنيو د راپور له مخې، دغه اوربند په دې موخه شوی څو له يادو سيمو څخه په خوندي توګه د ملکيانو د وتلو زمينه برابره شي. دغه اوربند نن د مسکو پر وخت پر ۱۰ بجو نافد دی؛ خو په دې اړه خپرو شوو راپورو کې دا نه دي ويل شوي چې تر کوم وخت پورې به دوام وکړي.

دامهال د اوکراين پلازمېنې او ځينو نورو ښارونو کې د اوکرايني او روسي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري. د يادې جګړې په ترڅ کې روسيې ځواکونو پرون جمعه د اوکراين تر ټولو لويه اټومي بټۍ ونيوه.

پر دغه اټومي بټۍ د روسي ځواکونو بريد د نړيوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...