Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک تصويب کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک تصويب کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسملۍ پرون چهارشنبه ناوخته د (کب په ۱۱مه) هغه پرېکړه‌ليک تصويب کړ چې پر بنسټ يې پر اوکراين د روسيې بريدن غندنه شوې او ژر له اوکراين څخه د روسي ځواکونو د ايستلو غوښتنه په کې شوې ده.

د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې د افغانستان په شمول ۱۴۱ هېوادونو دې پرېکړه‌ليک ته د تائيد رايه ورکړې، د پاکستان او چين په شمول ۳۵ هېوادونو سپينې رايې کارولي او ۵ هېوادونو بيا عمومي اسمبلۍ ته پر اوکراين د روسيې د بريد خلاف وړاندې شوي پرېکړه‌ليک ته د رد رايې ورکړي دي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري په اوکراين کې روان جګړه‌ييزو وضعيت ته پام سره رابلل شوې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي داسې مهال نوموړی پرېکړه‌ليک تصويبوي چې  پر اوکراين د روسيې ځواکونو بريد لا هم دوام لري او په ترڅ کې يې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...