Home » سیمه او نړی » پوټين خپلو پوځيانو ته پر اوکراين د عملياتو پيلولو امر وکړ

پوټين خپلو پوځيانو ته پر اوکراين د عملياتو پيلولو امر وکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپلو پوځيانو ته امر وکړ چې د اوکراين په خاوره کې دننه عمليات پيل کړي.

نوموړي دغه امر نن پنج‌‌شنبه سهار مهال د (کب په ۵مه) په يوه ټلوېزيوني پيغام کې کړی او سپارښتنه يې کړې چې د اوکراين په ختيځ کې دې عمليات پيل کړي.

په ورته مهال ولسمشر پوتين ګواښ کړی، که څوک يې د اوکراين په دونباس سيمه کې د عملياتو مخالفت وکړي، نو له داسې يوه حالت سره به مخ شي چې تصور يې نه شي کېدای.

د عملياتو په اړه د نوموړي له اعلان سره، ځينو نړيوالو رسنيو د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د درنې چاونې خبر هم ورکړی دی. تر اوسه يادې چاودنې د جزياتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د ولسمشر پوتين له لوري د عملياتو امر د ملکرو ملتونو، امريکا، فرانسې او ګڼو نورو لوېديځو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...