د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې د اوکراين هغو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې، چې د روسيې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې دي.
پوتين پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) د خپل هېواد ملي امنيت چارواکو ته په يوه وينا کې ويلي، اوکراين د يوه هېواد په توګه ريښتنې تاريخي مخينه نه لري او زياته کړې يې ده چې د دغه هېواد چارواکي پر فساد ککړ دي.
نوموړي په داسې حال کې چې له اوکراين د بېلو شوو دونيڅک او لوهانس سيمو د خپلواکۍ په رسميت پېژندلو سند لاسليک کړ وويل، دغه پرېکړه بايد له وړاندې شوې وی؛ خو په خبره يې اوس هم ناوخت نه دی.
پوتين د روسيې له پارلمان وغوښتل چې دونيڅک او لوهانس په اړه کړې پرېکړه تصويب کړي. نوموړي په همدې حال کې د جرمني له لومړي وزير او د فرانسې له ولسمشر هم غوښتي چې له اوکراين بېلو شوو يادو سيمو خپلواکي په رسميت په وپېژني.
د ولسمشر پوتين دې پرېکړې د امريکا په شمول د لوېديځ يو شمېر هېوادونو غبرګونونه راپورته کړي دي. سپينې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر جوبايډن پر دونيڅک او لوهانس سيمو د بنديزونو د وضعه کولو حکم صادر کړی دی. له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن بيا ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دې تازه پرېکړې ته نړيوال جدي غبرګونونه په کار دي.
د برېتانيا لومړي وزير بوريس جانسن هم د پوتين دا پرېکړه غندلې او ويلي يې دي چې د نوموړي دا پرېکړه په حقيقت کې له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده.