Home » سیمه او نړی » امريکا خپل سفارت د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه د دغه هېواد لوېديځ ته لېږدولی

امريکا خپل سفارت د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه د دغه هېواد لوېديځ ته لېږدولی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د يوې تازه پرېکړې له مخې يې د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه خپل سفارت د دغه هېواد لوېديځ ولايت (لويو) ولايت ته لېږدولی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د يادې پرېکړې د اعلان پرمهال ويلي، دا پرېکړه له اوکراين سره پر پوله د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او دغه راز پر اوکراين د روسيې د بريد احتمال زياتېدو له کبله شوې ده.

نوموړي زياته کړې چې د امريکا سفارت به د اوکراين له دولت سره په اړيکه کې وي؛ خو په خبره يې خپلې چارې به د لنډمهال لپاره له لويو پر مخ وړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې يو شمېر لوېديځ هېوادونه غواړي په کيف کې خپل سفارتونه وتړي او پر ځای د اوکراين لپاره له کوم بل هېواد سياسي ماموريت پر مخ يووسي؛ خو د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي ورته پلان نيونه لويه تېرتنه ګڼلې وه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...