Home » سیمه او نړی » مکرون: هڅه کوي چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې پر ځای باور رامنځته کړي

مکرون: هڅه کوي چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې پر ځای باور رامنځته کړي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون چې پرون دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) مسکو ته رسېدلی وايي، د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د اوکراين په اړه مفصل بحث او خبرې کړي دي.

نوموړي زياته کړې، ولسمشر پوتين ته يې ويلي چې د داسې يو څه د موندلو په هڅه کې دی، څو له مخې يې د روسيې ا و اوکراين ترمنځ د جګړې پېښېدو پر ځای باور رامنځته شي.

له دې سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، فرانسه او په ځانګړې توګه ولسمشر مکرون د کړکيچ د له منځه وړلو له لارې په اورپا کې د امنيت ټينګښت لپاره ډېره هڅه کوي.

ټاکل شوې چې نن سې‌شنبه د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له مسکو څخه کيف ته روان شي او دغلته به د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره هم د کړکيچ کمولو په اړه خبرې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...