د پاکستان کورنيو چارو وزارت د پښتونخوا په شمول د دغه هېواد په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته د پوځ او امنيتي ځواکونو پر مرکزونو د احتمالي وسلهوالو بريدونو او چاودنو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې وزارت ويلي چې په ټولو ايالتونو کې يې په لېکلې بڼه مسوولانو ته د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د مالوماتو پر بنسټ، وسلهوال غواړي د بلوچستان پنجګور سيمه کې وروستي بريد ته ورته، پر نظامي مرکزونو ورته نورو بريدونه هم ترسره کړي.
له دې سره د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد هم پرون شنبه د (سلواغې په ۱۶مه) د يوې غونډې پرمهال د بريدونو احتمالي زياتوالي اړه اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي زياته کړې چې ممکن په راتلونکو څو ورځو کې د وسلهوالو له لوري د پاکستان په بېلابېلو برخو کې يو لړ وسلهوال او بمي بريدونه ترسره شي.
په پاکستان کې دا امنيتي اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د پاکستان د پوځ پر يوه مرکز د درېيو ورځو لپاره جګړه وکړه او په ترڅ کې يې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله وا وښته.