د اروپايي ټولنې د پارلمان رئيس ډيوېد ساسولي نن دوشنبه سهار وختي د (مرغومي په ۲۱مه) د ۶۵ کلونو په عمر په روغتون کې مړ شو.
د ساسولي مړينه رسنيو ته د نوموړي وياند تائيد کړې او ويلي چې يې د جنازې مراسمو په تړاو يې تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې. ساسولي د تېر ډيسمبر له ۲۶مې راهيسې د ناروغۍ له امله د اېټاليې په يوه روغتون کې بستر و.
له ناروغېدو سره سم ډيوېډ ساسولي خپل ټول رسمي فعاليتونه وځنډول او د بسترېدو په موخه روغتون ته يووړل شو.