د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی.
نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سره د پاکستان سياسي اړيکې د ښهوالي پر ځای خورا خرابې شوي دي او زياتوي چې دې کار د پاکستان اقتصادي پراختيا مخه ډپ کړې ده.
مولانه فضلالرحمن زياته کړې، دامهال د پاکستان ملکي چاري خپلواکې نه دي او د يوې بهرنۍ اجنډا پر بنسټ پر مخ وړ کېږي او د نوموړي په خبره د پاکستان زيات پورړي کېدو له امله، د پيسو نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک د پاکستان مرکزي بانک د مديريت په لاس کې اخيستو لپاره د قوانينو پر جوړولو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امهال په پاکستان کې د پيسو پړسوب له امله د دغه هېواد په بازارونو کې د توکو بيې ډېرې لوړې شوي دي.