Home » سیمه او نړی » سوماليې ولسمشر د لومړي وزير دنده ځنډولې؛ خو لومړی وزير يې کودتاه بولي

سوماليې ولسمشر د لومړي وزير دنده ځنډولې؛ خو لومړی وزير يې کودتاه بولي

د سوماليې ولسمشر محمد عبداللهي اعلان کړی چې د يو لړ څېړنو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي، چې ښيي د دغه هېواد لومړی وزير حسېن روبل پر فساد ککړ دی.

نوموړي په دې اړه يوه اعلاميه کې چې نن دوشنبه د (مرغومي ۶مه) يې خپره کړې ويلي، څېړنې ښيي چې لومړي وزير د ځان لپاره ځمکې غصب کړي دي.

خو لومړي وزير حسېن روبل بيا د ولسمشر عبداللهي دا پرېکړه ظالمانه بللې او ويلي يې دي، ولسمشر د نظامي ځواک له کارونې پرته د کودتاه په هڅه کې دی او په خبره يې د دې هر څه باوجود به هم د خپلو مسووليتونو په چوکاټ کې کار ته دوام ورکړي.

د سوماليې د مالوماتو مرستيال وزير عبدالرحمن يوسف عمر هم د ولسمشر دا پرېکړه کودتاه بللې او ويلي يې دي چې د پرېکړې له اعلان وروسته د لومړي وزير دفتر ته څېرمه زيات شمېر سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

له دې سره په موګادېشو کې د امريکا سفارت هم د وضعيت په اړه ناخوښي څرګنده کړې او سوماليې پر مشرانو يې غږ کړی چې د وضعيت ارامولو لپاره د خبرو له لارې هڅه وکړي.

ولسمشر عبداللهي داسې مهال د لومړي وزير روبل دنده ځنډوي، چې دا مهال په سوماليې کې پارلماني ټاکنې روانې دي.‎

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...