د تونس دولتي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر منصف مارزوکي په غيابت کې د محکمې له لوري په ۴ کال بند محکوم شوی دی.
پر نوموړي تور دی چې له هېواد بهره د تونس اوسني نظام د کمزوري کولو لپاره کار کوي او د نوموړي دې هڅو د تونس دولت ته سياسي زيان رسولی دی.
خو مارزوکي بيا الجزيرې ټلوېزيو ته پر ځان لګېدلي تورنه رد کړي دي او زياته کړې يې ده چې د تونس اوسني ولسمشر قېس سعيد په ناقانونه توګه واک نيولی او حکومت يې مشروعيت نه لري.
نوموړي زياته کړې چې د خپل مسووليت له مخې په تونس کې د نامشروع واکمنۍ پر وړاندې په هېڅ صورت چوپ نه شي پاتې کېدلی.
۷۶ کلن منصف مارزوکي دامهال په فرانسه کې اوسي له هغه ځايه د تونس پر ولسمشر قېس سعيد او د نوموړي په مشرۍ د دغه هېواد پر حکومت نيوکې کوي.