Home » سیمه او نړی » ناټو په دغه سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو په اړه د روسيې وړانديز رد کړ

ناټو په دغه سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو په اړه د روسيې وړانديز رد کړ

د ناټو سازمان د روسيې هغه وړانديز رد کړ چې له مخې يې په نوموړي سازمان کې اوکراين ته د غړيتوب نه ورکولو غوښتنه شوې وه.

د دغه سازمان عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) بروکسېل کې خبريالانو ته ويلي، ناټو له اوکراين او جورجيا سره د ۲۰۰۸ زېږديز کال هغې هوکړې ته ژمنه ده چې ده په کې په راتلونکې کې يادو دوو هېودونو ته د ناټو سازمان د غړيتوب ورکولو ژمنه شوې ده.

نوموړي ويلي، په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب په اړه پرېکړه د دغه سازمان ۳۰ متحدو هېوادونو واک دی او له دې پرته هېڅ کوم هېواد په دې اړه د پرېکړې کولو واک نه لري.

د ينس سټولټنبرګ دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي و، ناټو دې په رسمي توګه د ۲۰۰۸ کال هغه هوکړه چې د پخواني شوروي اتحاد دوو متحدو هېوادونو جورجيا او اوکراين ته په ناټو سازمان کې د غړيتوب ورکولو ژمنه په ډاګه کوي، فسخه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...