Home » سیمه او نړی » د اېتوپيا لومړی وزير له ټېګري وسله‌والو سره د جګړې لپاره لومړۍ کرښې ته ځي

د اېتوپيا لومړی وزير له ټېګري وسله‌والو سره د جګړې لپاره لومړۍ کرښې ته ځي

د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد ويلي، چې د ټېګري وسله‌والو خلاف د جګړې کولو او د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او هلته به په جګړه کې د اېتوپيايي ځواکونو بشپړه قومنده په لاس کې واخلي.

نوموړي دا خبر پرون دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په لومړۍ) په خپل ټوېټر کې ورکړی دی. ابي احمد ويلي چې نن سې‌شنبه به د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اېتوپيا ځواکونه د ټېګري وسله‌والو پر ضد په مستقيمه توګه رهبري کړي.

لومړي وزير ابي احمد له اېتوپيايانو غوښتي: «هغوی چې د اېتوپيا له خلکو سره ولاړ دي، نو راځئ  د جګړې په لومړۍ کرښه کې به سره وګورو.»

په اېتوپيا کې د ټېګري وسله‌والو او د دغه هېواد دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه په دې وروستيو کې پلازمېنه اديس ابابا ته نږدې شوې ده. اېتوپيا د افرېقا يو له ګڼ نفوسه هېوادونو شمېر کېږي چې د يو کلنې جګړې په ترڅ کې يې زرګونه وګړي وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...