Home » سیمه او نړی » بښنې نړيوال سازمان: پاکستان حکومت دې د فعالانو په زور بې‌درکه کول بند کړي

بښنې نړيوال سازمان: پاکستان حکومت دې د فعالانو په زور بې‌درکه کول بند کړي

د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international په پاکستان کې په زور د فعالانو بې‌درکه کول د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې دا کار يو بشري جرم دی.

دې سازمان په يو ډول د پاکستان حکومت په دې کار کې دخيل بللی او ويلي يې دي چې پاکستاني چارواکي دې په روز د خلکو د بې‌درکه کولو لړۍ ژر بنده کړي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې د سياسي او ټولنيزو فعالانو او دغه راز د خبريالانو بې درکه کول نه يوازې دا چې د بشري حقونو نقض دی، ترڅنګ د يادو فعالانو د کورنيو پر اړيکو، روغتيا، مالي وضعيت او امنيت باندې هم ژور اغېز کوي.

د بښنې نړيوال سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې لا هم په پښتونخوا، بلوچستان او قبايلي سيمو کې د فعالو ځوانانو او قومي مشرانو د بې‌درکه کولو لړۍ دوام لري.

دوې ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په لاهور کې يوې ناستې ته وويل، چې د موندنو پر بنسټ يې تر اوسه د ۵زره داسې کسانو نومونه ثبت کړي چې له مالوم جرم پرته بې درکه کړل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...