پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په سوډنوټي سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک څخه کندې ته پرېوتی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې مړه شوي دي.
د کشمير ځايي چارواکو ويلي، چې په بس موټر کې د تخنيکي ستونزې له امله ياد موټر د چلوونکي له واک وتلی او له سړک څخه ۵سوه متره لاندې پرېوتی دی.
په دې پېښه کې ۵ تنه ټپيان شوي هم دي چې د چارواکو په خبره د بېړنۍ درملنې په موخه په سيمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ياد مسافر وړونکی بس موټر له کشمير څخه لاهور ته پر لار چې سوډنوټي سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله له پېښې سره مخ شو.