د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون اعلان کړی چې اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايوف د تېرې يکشنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی.
د کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو پايلو جوته کړه چې ميرضيايو له خپلو ۴ نورو سيالانو زياتې رايې ترسره کړي او په دې توګه نوموړی د يوې بلې دورې لپاره د ازبکستان ولسمشر په توګه غوره شو.
په ازبکستان کې تېره يکشنبه ۲۲ ميلونه پر شرايطو برابرو کسانو د ولسمشريزو ټاکنو په ۱۱ مرکزونو کې رايه وکاروله. له ټاکنو وړاندې داسې اټکلونه وو چې د ټاکنو دا ځل ګټونکی هم اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايف دی.
دا اټکلونه له دې کبله وو چې د ميرضيايوف ۴ نور سيالان هم په تېر او اوس کې د نوموړي د حکومت پلويان وو.