Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

شمالي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې قبايلي ضلعې په مرکز ميرانشا کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته سخته نښته شوې ده.

د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې په سيمه کې پاکستاني پوځيان پر عملياتو بوخت وو.

په خبرپاڼه کې يوازې د دوو تنو پوځيانو وژل کېدل تائيد شوي، خو ځايي سرچينې وايي چې په ياد نښته کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، دغه نښته کې له ۷ تنو ډېر پاکستاني پوځيان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه تحريک طالبان پاکستان او يا هم کومې بلې ډلې د دغه بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تحريک طالبان پاکستان چې په قبايلو کې فعاله ډله ده، تل پر پاکستاني پوځيانو د ورته خونړيو بريدونو مسووليت منلی دی.

په دې وروستيو کې پاکستاني پوځيانو او امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کېږي چې په ترڅ کې درنه ځاني مرګ ژوبله ګالي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...