Home » سیمه او نړی » باجوړ کې چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

باجوړ کې چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

د قبايلو په باجوړ اېجنسۍ کې د پاکستان پر پوځ او پوليس غبرګې چاودنې شوې چې پوازي په يوه چاودنه کې ۴ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو خبره لومړنۍ چاودنه پرون د چهارشنه د (تلې په ۲۸مه) مازدېګر مهال د باجوړ په بانډه‌ګۍ سيمه کې د سړک غاړي خښ شوي ماين له کبله چې د پوځيانو موټر پرې ختلی رامنځته شوې او دويمه چاودنه بيا د همدې سيمې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوې چې امنيتي ځواکونو غوښتل د اولنۍ چاونې ځای ځان ورسوي.

که څه هم پاکستاني چاروکو په اولنۍ چاودنه کې پوځيانو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي چارواکي ويلي چې په دويمه چاودنه کې ۴تنه سرتيري وژل شوي دي.

د يادو دواړو چاودنو مسووليت په قبايلي سيمو کې فعالې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې منلی دی. تحريک طالبان پاکستان ډلې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه پیل کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...