په هند کې له څو ورځو را په دېخوا د سختو بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د يادو سېلابو په نتيجه کې ۳۴ تنه مړه شوي او دغه راز يې د خلکو ډېر فصلونه هم له منځته وړي دي. د راپور له مخې د سېلابونو له امله ډېر ځاني او مالي زيان په اتراخند ايالت کې اوښتی دی.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم د سېلابونو په ترڅ کې د ياد شمېر کسانو مړه کېدو له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې د خلکو ژغونې په موخه ژغورونکي ټيمونه سيمې ته رسېدلي دي.