د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د ملي صنعتونو د ودې، د پانګونې د جذب او د هېواد د تولیدي وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د مولانا جلالالدین محمد بلخي درېیم نندارتون د مزارشریف ښار په الماس هوټل کې پرانیستل شو. دغه نندارتون د چنګاښ له ۲۰مې تر ۲۲مې پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.
د ياد وزارت په وینا، په دې نندارتون کې کورني تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د دوی په خبره، دغه نندارتون د کورنیو تولیدوونکو د وړتیاوو د معرفي کولو، د ملي صنعتونو د پراختیا او د هېواد د صنعتي ځانبسیاینې لپاره مهم فرصت بلل کېږي.
دغه نندارتون د مسیح محمدي د نندارتونونو د تنظیموونکي شرکت په همکارۍ او د بلخ د سیمهییزو چارواکو، صنعتکارانو او سوداګرو په ګډون جوړ شوی دی. د بلخ د والي مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له بهر مېشتو افغان پانګهوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس