Home » افغانستان » د جولای ۱۱مه؛ د نفوس نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي
د جولای ۱۱مه؛ د نفوس نړيواله ورځ

د جولای ۱۱مه؛ د نفوس نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي

د جولای ۱۱مه هر کال د نفوس نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو دغه ورځ په ۱۹۸۹ کال کې په دې موخه ونوموله، څو وکولی شي د نفوس اړوند مهمو موضوعاتو، لکه د کورنۍ د تنظیم، روغتیا، جنسیتي برابرۍ او دوامدارې پراختیا په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي.

د ۲۰۲۶ کال د نفوس نړيوالې ورځې شعار «د ځوانانو د هیلو او ارمانونو پوره کول؛ د نن او راتلونکې لپاره» ټاکل شوی، چې د ځوانانو پر روغتیا، زده کړو، د کورنۍ د جوړولو پر ازاد انتخاب او د هغوی پر راتلونکو فرصتونو تمرکز لري.

د مالوماتو پر بنسټ، دا شعار د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوسي راتلونکي سروې له نوي راپور سره تړاو لري، په دې سروې کې د ۷۳ هېوادونو له ۱۸ تر ۳۹ کلونو پورې له څه باندې ۱۰۰ زرو کسانو څخه د دوی د ژوند، واده، اولاد لرلو او راتلونکو هیلو او ارمانونو په اړه پوښتنې شوې دي. د سروې موخه دا ده چې د نفوسي بدلون، د زېږون اړوندو حقونو او دوامدارې پراختیا په اړه نړیوال بحثونه د کره معلوماتو او شواهدو پر بنسټ پیاوړي کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان انټرنشنل په چوکاټ کې د پاکستان پوځي رژیم روایت

په کړکېچ ځپلو ټولنو کې ...