Home » افغانستان » قطر کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وشوې
قطر

قطر کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وشوې

په قطر کې د ا.ا سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له کمېشنر ډاکټر ابراهیم صالح سره په کتنه کې د افغان راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت په دوحه کې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د استوګنې ځایونو، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د برابرولو، د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کولو او د هغوی د ملاتړ پر میکانیزمونو خبرې اترې شوې دي.

د سفارت د مالوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هغو شکایتونو په اړه هم بحث وشو چې ګواکې د ځینو راستنو شوو افغان کډوالو شتمنۍ او جایدادونه په ناحقه ترې اخیستل شوي او باید بېرته اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کمېشنر ډاکټر ابراهیم صالح ویلي، د افغان کډوالو له ستونزو خبر دی او د حل لپاره به یې هڅې روانې وساتي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

حنان بلخي د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ

د روغتیا نړيوال سازمان د ...