د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د تمویل کموالی ورځ تر بلې زیاتېږي او د میلیونونو اړمنو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د بشري غبرګون پلان لپاره له اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارده ډالرو څخه تر اوسه یوازې ۲۶۹ میلیونه ډالر برابر شوي، چې د ټولې غوښتل شوې بودجې شاوخوا ۱۶ سلنه جوړوي.
اوچا په یوه بیان کې ویلي چې د مالي سرچینو دوامداره کمښت د مرستندویه ادارو توان محدود کړی او ګڼو سیمو کې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او نورو اساسي بشري مرستو پروګرامونه له ستونزو سره مخ شوي دي. دغې ادارې ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه ژر تر ژره خپل ملاتړ زیات نه کړي، میلیونونه افغانان به له اړینو مرستو بې برخې پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، بېکارۍ، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر د زیاتوالي او د طبیعي پېښو د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې وه. د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه وایي چې روان کال میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د تمویل دوامداره کمښت ښايي د هېواد بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس