Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان کې د حوثیانو بریدونه؛ ۷۳ کسان ټپیان او د انرژۍ د تاسیساتو فعالیتونه درول شوي
سعودي عربستان

سعودي عربستان کې د حوثیانو بریدونه؛ ۷۳ کسان ټپیان او د انرژۍ د تاسیساتو فعالیتونه درول شوي

د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې د یمن د ایران‌پلوه حوثیانو له بریدونو وروسته د انرژۍ د ځینو تاسیساتو فعالیتونه په موقتي ډول درول شوي دي.

د وزارت په وینا، په یادو بریدونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو اورونه لګېدلي او د زیانونو د ارزونې چارې روانې دي.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي، چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د ائتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي ویلي، بریدونه د ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو ملکي او اقتصادي تاسیسات په نښه کړي دي. نوموړي دغه بریدونه «خطرناک تشدید» بللي او ویلي یې دي چې ائتلاف به د حوثیانو پر وړاندې د مخنیوي او ځواب لپاره لازم عملیاتي اقدامات ترسره کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اسرائیلي بریدونو له امله په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۸ زره او ۹۲۰ ته رسېدلی

د لبنان د عامې روغتیا ...