Home » افغانستان » پاکستان کې د افغان محصلانو پر طبي زده‌کړو بندیز
د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون

پاکستان کې د افغان محصلانو پر طبي زده‌کړو بندیز

د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون په یوه مکتوب کې ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې، په روان تعلیمي کال کې افغان اتباعو ته په طبي او غاښونو پوهنځیو کې د نوي شاملېدو، انتقال او نورو تعلیمي اسانتیاوو وړاندې کول تر بلې خبرتیا پورې درول شوي دي.
په مکتوب کې راغلي، هغه افغان محصلان چې مخکې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې ثبت‌نام شوي، باید د موجوده تګلارو له مخې افغانستان ته ستانه شي.
د دې پرېکړې له امله د پاکستان په طبي او غاښونو پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر دوام د افغان محصلانو وضعیت له نویو محدودیتونو سره مخ شوی دی.
د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون له اړوندو ادارو غوښتي چې د دغو محصلانو د بېرته ستنېدو لپاره اړین اداري مراحل، د نه‌ممانعت سند (NOC) صادرول او نورې اسانتیاوې برابرې کړي او د یادې پرېکړې د عملي کېدو راپور په ۲۴ ساعتونو کې وړاندې کړي.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پر خپلې رسمي پاڼې هم د طبي زده‌کړو اړوند یو شمېر تازه لارښوونې او خبرتیاوې خپرې کړې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ایران جګړې د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو د ۵۰ امریکايي چارواکو څېړنه

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا ...