د لبنان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د اسرائیلي بریدونو له امله ۸ زره او ۹۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ زره او ۵۹۵ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۸ زرو او ۹۰۰ اوښتی، په داسې حال کې چې د ټپیانو شمېر نږدې ۳۰ زره او ۶۰۰ ته رسېدلی دی. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغه شمېرې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې ثبت شوې دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اګست په ۱۸مه ویلي و، چې شاوخوا ۳۶۰ زره کسان په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله بېځایه شوي دي. د دې ادارې په وینا، که څه هم ډېری بېځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو ګڼ شمېر کورنۍ لا هم له ویجاړو کورونو، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او ناامنیو سره مخ دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس