Home » افغانستان » امریکا: زلمی خلیلزاد د حکومت استازی نه دی او فعالیتونه یې شخصي دي
زلمی خلیلزاد

امریکا: زلمی خلیلزاد د حکومت استازی نه دی او فعالیتونه یې شخصي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوس د دغه هېواد د حکومت کارکوونکی نه دی او په خپلو اړیکو او لیدنو کې د امریکا استازیتوب نه کوي.
د امریکا د وزارت یوه ویاند رسنيو ته ویلي، چې د خلیلزاد اوسني فعالیتونه په شخصي توګه ترسره کېږي.خلیلزاد په وروستیو ورځو کې کابل ته سفر کړی او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان او امریکا د اړیکو، د دوه اړخیز تعامل د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د موجودو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.

همداراز، خلیلزاد د تيرې دوشنبې په ورځ د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي او د بهرنیو پانګونو او د نفت او ګاز په برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هم خبرې کړې دي او د سعودي، قطر، اذربایجان او ناروې د ځینو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا موضوع هم یاده کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د «برابرې ځمکې» په نوم د نړۍ نوې نقشه تصویب شوه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ...