Home » افغانستان » د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ د افغانستان او پاکستان کړکېچ د بحث مهم محور
د مسکو فارمټ اتمه غونډه

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ د افغانستان او پاکستان کړکېچ د بحث مهم محور

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت، امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه به هم د همدې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

همداراز د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو هڅه کوي د «مسکو فارمټ» له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې منطقي او د منلو وړ هوکړې په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه د منل شویو اصولو خلاف تېری او جنایت دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد ...