Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځې د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دي
ملګري ملتونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ښځې د خوړو له ناامنۍ سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجرائیوي مدیرې مرستیالې نیارادزای ګومبونزواندا ویلي چې د منځني ختیځ د شخړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په افغانستان کې ښځې او نجونې د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د نوي تحلیل له مخې، په ۲۸ هېوادونو کې به په ټولیز ډول ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې د روان کال تر پایه د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د دغه تحلیل له مخې، په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي چې ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي. دغه اداره وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې د کار له بازار څخه بهر دي، چې دا وضعیت د کورنیو د عایداتو او د خوړو د برابرولو پر وړتیا مستقیم اغېز لري.
ملګري ملتونه زیاتوي چې په افغانستان کې له ۸۰ سلنې ډېرې کارکوونکې ښځې په زیان‌منونکو دندو کې بوختې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ټینګار کوي چې د ښځو د خوړو خوندیتوب لپاره باید له خوراکي او نغدي مرستو سره د معیشت، تغذیې، کرنې او اقتصادي سرچینو ملاتړ هم پیاوړی شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ...