د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې تېره شپه پاکستاني جنګي الوتکو د کونړ د شلطن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
د مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې ۹ ښځې او ماشومان شهیدان، ۱۱ کسان ټپیان او درې استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.
هغه دغه بریدونه غندلي او «د ټولو منل شویو اصولو خلاف تېری او جنایت» یې بللی دی.
ذبيح الله مجاهد: «تیره شپه پاکستاني الوتکو د کنړ شلطن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې په ملکي کورونو بمبار وکړ چې زموږ ۹ تنه هېوادوال ښځې او ماشومان شهیدان او ۱۱ تنه ټپیان شوي ۳ کورونه نړیدلي دي.
موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د سپټمبر په ۲۱مه پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان هوايي حریم نقض کړی و او د پکتیکا او کونړ پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې شاوخوا پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس