Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله ۸۳ سلنه زیاته شوې
پاکستان

پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله ۸۳ سلنه زیاته شوې

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز (CRSS) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله د همدې کال د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، د جولای، اګست او سپټمبر ترمنځ په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي. دغه مرګ‌ژوبله په ۳۸۵ امنیتي پېښو، ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ثبت شوې ده.
د CRSS د معلوماتو له مخې، بلوچستان په دې موده کې تر ټولو زیانمنه سیمه وه، چې ۸۲۹ کسان پکې وژل شوي او د ټولې مرګ‌ژوبلې نږدې ۵۹ سلنه جوړوي. په خیبر پښتونخوا کې بیا ۵۵۶ کسان وژل شوي، چې د ټول هېواد له مرګ‌ژوبلې څخه څه باندې ۳۹ سلنه کېږي. په دې توګه، یوازې بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ټولې مرګ‌ژوبلې ۹۸ سلنه برخه جوړوي.
راپور زیاتوي چې په درېیمه ربع کې د وژل شویو کسانو له ډلې ۹۲۱ تنه وسله‌وال، ۲۵۴ ملکیان او ۲۴۰ امنیتي کسان وو. د وسله‌والو د وژل کېدو شمېر د دویمې ربعې په پرتله له ۴۵۳ څخه ۹۲۱ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو ګډه مرګ‌ژوبله نږدې ۵۴ سلنه زیاته شوې ده. CRSS وايي، د دویمې او درېیمې ربعې ترمنځ دا زیاتوالی له ۲۰۲۱ کال راهیسې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه ربع‌وار زیاتوالی بلل کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ...