د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان د فوټسال له لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي.
دا لوبه به نن (سې شنبې د وري ۲۱مه) د کابل په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تایلنډ کې پیل شي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا دوستانه لوبه به د نشر له ژوندي بهیر پرته پیل شي.